ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر افغانانو بروکسل کې لاریون وکړ

یو شمېر افغانانو بروکسل کې لاریون وکړ

author avatar
24 Jul 2023 - 15:35
یو شمېر افغانانو بروکسل کې لاریون وکړ
author avatar
24 Jul 2023 - 15:35

کابل (پژواک، ۲ زمري ۱۴۰۲): یو شمېر افغانانو نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې ځکه لاریون کړی چې د پناه‌غوښتنې دوسیو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی.

په بلجیم کې افغان کډوال او د دغه لاریون تظیموونکي علم‎خان خوږیاڼیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، دا څلورم ځل دی چې افغانان د یادې ستونزې له امله د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې لاریون کوي.

هغه وایي، لاریون‌کوونکو د بلجیم کډوالو چارو له ځانګړو محاکمو غوښتي چې د افغانانو ستونزو ته په پام او د کډوالۍ نړۍوالو قوانينو په رڼا کې د هغوی پر دوسيو له سره کتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال ځکه له ستونزو سره مخ دي چې د کډوالۍ قوانینو په اړه بشپړ معلومات نه لري.

Views: 234

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.