جلالاباد (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): ننګرهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مطبوعاتو آمر صديقالله قريشي بدلون د زمري په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو مورګۍ سیمه کې د دوو کورنيو په خپلمنځي شخړه کې ډزې شوې دي.
هغه زياته کړه، د ډزو په پایله کې یو کس وژل شوی او بل ورور یې ټپي دی چې د سيمې خلکو جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدولی دی.
د قريشي په وينا، ځايي امنيتي مسوولين د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي عطاءالله هم پژواک ته وويل، د دغو دواړو کورنيو ترمنځ نښته د ځمکې پر سر رامنځته شوې.
هغه وايي، پخوا هم د دوی ترمنځ شخړې شوې وې چې له امله یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP