جلالاباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وايي، تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۴۶ کسان نيول شوي دي.
مسوولين وايي، دغه کسان د قتل، غلا، زنا، نامشروع اړيکو، فرېب او نشهيي توکو قاچاق په تړاو نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمدطاهر مبارز د زمري په درېيمه د يوې خبرې غوڼډې پرمهال وويل، تېره يوه مياشت دوی د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۴۶ کسان نيولي دي.
هغه زياته کړه، په دغو کسانو کې د قتل، غلا، زنا، نامشروع اړيکو، فرېب او نورو جنايي جرمونو په تور ١٢٧ کسان، د نشهيي توکو قاچاق او پلور په تور ۱۸ کسان او يو کس د وسلو قاچاق په تور نيول شوي دي.
دی وايي، نيول شوي ټول کسان له لومړنۍ پوښتنو او څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
مولوي مبارز دا هم وويل، په تېره يوه مياشت کې ننګرهار کې ۱۵ ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې د ماشومانو په ګډون ۳۱ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن