پلعلم- مهترلام (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): حکومتي مسوولين وايي چې سېلابونو په لوګر او لغمان ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د لوګر کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، د وروستیو اورښتونو له امله د مرکز پلعلم په ګډون په څلور ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي؛ شاوخوا ۷۰۰ جریبه فصلونه یې له منځه وړي دي.
همراز زیاته کړه، سېلابونو ډېری مالی زیانونه په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالیو کې خلکو ته اړولي او په پام کې ده چې د اوښتو زیانونو په اړه د څو ادارو له لوري د ولایت په کچه سروې ترسره شي.
هغه زیاتوي، «سېلابونو په لوګر کې شاوخوا ۷۰۰ جریبه فصلونه لکه پياز، رومیان، لوبیا او کچالو له منځه وړي دي.»
login or register a new account.