منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:07 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښېغړي

لوګر او لغمان کې سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

· 2 دقیقې لوستل · 226 کتنې · تازه شوی

پل‌علم- مهترلام (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): حکومتي مسوولين وايي چې سېلابونو په لوګر او لغمان ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

د لوګر کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، د وروستیو اورښتونو له امله د مرکز پل‌علم په ګډون په څلور ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي؛ شاوخوا ۷۰۰ جریبه فصلونه یې له منځه وړي دي.

همراز زیاته کړه، سېلابونو ډېری مالی زیانونه په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالیو کې خلکو ته اړولي او په پام کې ده چې د اوښتو زیانونو په اړه د څو ادارو له لوري د ولایت په کچه سروې ترسره شي.

هغه زیاتوي، «سېلابونو په لوګر کې شاوخوا ۷۰۰ جریبه فصلونه لکه پياز، رومیان، لوبیا او کچالو له منځه وړي دي.»

د محمداغې یوه اوسېدونکي محمد نصیر پژواک ته وویل، تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په سفیدسنګ او زاهداباد سیمو کې سېلابونه راوتلي وو او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي د لوګر ولایت پر دولتي ادارو غږ وکړ چې له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې هم سېلابونو زيانونه اړولي دي.

په لغمان کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک ته وویل، تېره شپه د بادپښ ولسوالۍ اړوند اندروړ، ګړوچ او سنځلۍ سیمو کې سېلابونه راوتلي وو چې خلکو ته يې زيانونه اړولي دي.

د غازي په وینا، د يادو سېلابونو له امله ۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د اوبو سربندونه او شاوخوا ۲۵۰ متره استنادي دېوالونه له منځه تللي او لسګونه اوزې او غواګانې هم تلف شوې دي.

هغه وويل چې د همدې سېلابونو له امله د بادپښ او مرکز مهترلام سړک ډېرې برخې هم ويجاړې شوي چې په اسانه پرې تګ راتګ نه کېږي.

د يادونې ده، په تېرو څو ورځو کې سېلابونو په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني تلفات هم وراړولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

خان ولي احمدزى او عبيدالله بيدار
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول پېښې
پېښې

کندهار کې څاه ته د لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

پېښې

ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

پېښې

له پېښو سره د مبارزې ادارې لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره شریک شول

پېښې

پروان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او دوه ماشومان نادرکه دي

پېښې

کندهار کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

پېښې

ایران کې دوه افغان کارګر د څاه کیندلو پر مهال مړه شوي

پېښې

هرات کې ترافیکي پېښه؛ یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي

پېښې

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي