ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: ټول کوشش مو دا دی چې افغانستان بیا بحران ته له تللو خوندي کړو

حقاني: ټول کوشش مو دا دی چې افغانستان بیا بحران ته له تللو خوندي کړو

author avatar
26 Jul 2023 - 19:59
حقاني: ټول کوشش مو دا دی چې افغانستان بیا بحران ته له تللو خوندي کړو
author avatar
26 Jul 2023 - 19:59

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، هڅه دا ده چې افغانستان بیا داسې بحراني حالت ته لاړ نه شي چې جزيي مسئله يې دومره لویه کړو چې هغه د یوه بل بحران سبب شي او خپلمنځي اختلافات رامنځته شي.

د ياد وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع پر خپله ټويټرپانه د یو لړ ټويټونو په خپرولو سره ليکلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني هرات ولایت ته د سفر پر مهال له سوداګرو، علماوو او مخورو سره وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

سرچينه کاږي، حقاني د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه له یوه پلاوي سره وړمه ورځ هرات ولایت ته سفر وکړ او نن (چهارشنبه) یې هلته له سوداګرو سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې لیدنه کې یوه سوداګر وویل، اوس چې دوی کوم تولیدات په هرات، کابل، کندهار، بلخ او نورو ولایتونو کې لري، هغه د پردیو لپاره د سترګو زخم ګرځېدلی، ځکه دا هرڅه مخکې له نورو هېوادونو راتلل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.