منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

حقاني: ټول کوشش مو دا دی چې افغانستان بیا بحران ته له تللو خوندي کړو

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۹۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، هڅه دا ده چې افغانستان بیا داسې بحراني حالت ته لاړ نه شي چې جزيي مسئله يې دومره لویه کړو چې هغه د یوه بل بحران سبب شي او خپلمنځي اختلافات رامنځته شي.

د ياد وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع پر خپله ټويټرپانه د یو لړ ټويټونو په خپرولو سره ليکلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني هرات ولایت ته د سفر پر مهال له سوداګرو، علماوو او مخورو سره وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

سرچينه کاږي، حقاني د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه له یوه پلاوي سره وړمه ورځ هرات ولایت ته سفر وکړ او نن (چهارشنبه) یې هلته له سوداګرو سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې لیدنه کې یوه سوداګر وویل، اوس چې دوی کوم تولیدات په هرات، کابل، کندهار، بلخ او نورو ولایتونو کې لري، هغه د پردیو لپاره د سترګو زخم ګرځېدلی، ځکه دا هرڅه مخکې له نورو هېوادونو راتلل.

یوه بل سوداګر وویل، د جمهوریت پر مهال دوی دلته ۱۲۰ فابریکې درلودې، خو اوس شاوخوا ۶۰۰ فابریکې لري، امنیت ښه شوی، ګمرک ښه شوی، فساد نشته، فکر کوم په صنعتي ښارګوټي کې تر ۴۵زره پورې کسان کار کوي.

د هرات بل سوداګر په دې ناسته کې وویل، د مخکني حکومت له سقوط وروسته دوی اساسي قانون نه لري؛ دا سمه ده چې شرعي نظام لري، خو دوی د سوداګرۍ، طبابت، کرنې، هوانوردۍ او نورو برخو کې قوانینو ته اړتیا لري.

د هرات یوه دیني عالم په دغې ناسته کې وویل: «د هرات خلک په اسلامي امارت کې د خلیفه صاحب د ځانګړي ځای په اړه ښه دقیق پوهیږي او له تاسو څخه لوړه توقع هم لري، لکه څرنګه چې له بریالیتوب څخه مخکې ستاسو ونډه جوته وه، همدارنګه اوس هم تاسو مهم او خلک درڅخه ډېرې هیلې لري.»

دغه راز یو شمېر نورو سوداګرو د پاسپورټونو او د وسلې د جوازونو په برخه کې د کورنیو چارو له وزیر سره خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

سرچينه وايي، سراج الدین حقاني سوداګرو ته وویل: «هرات ولایت ته یې راتګ هیله وه او غوښتل یې چې د یوه پروګرام په ترڅ کې په پلان سره دغه ولایت ته راشي، ټولې برخې یې وګوري، له خلکو سره وویني، مشکلات یې له نږدې واوري او حل لارې ورته پیدا کړي، خو د اسلامي امارت د مشرتابه په هدایت له یوه پلاوي سره په یوناڅاپي توګه دلته راغی.»

ده زیاته کړه: «ما ستاسو ټولې ستونزې واورېدې، کومې چې په ما پورې اړه لري، هغه به په فوق‌العاده توګه درته حل کړم، کومې چې په مرکز پورې اړه لري، هغه به د مرکز له لارې حل کړو. د پاسپورټونو او د وسلې د جواز په برخه کې به درته یو فوق‌العاده ترتیب جوړ کړو.»

د کورنیو چارو وزیر وویل، که څه هم د پاسپورټونو په برخه کې د مخکې شوي قرارداد له امله څه ستونزې شته، تقاضا ډېره ده او پاسپورټونه لږ راکول کېږي. لګیا دي چې د مشکل حل ومومي.

نوموړي د هرات سوداګر د تجارت ترڅنګ بنسټیزې پانګونې ته هم راوبلل.

حقاني د ځینو مشکلاتو په اړه وویل: «مونږ باید زغم ولرو؛ کله د یوه مشکل د حل لپاره بېړه نور مشکلات زېږوي. که مو حوصله ونه بایله، ټولې ستونزې به خدای (ج) راحل کړي. زموږ ټول کوشش دا دی چې افغانستان بیا داسې بحراني حالت ته لاړ نه شي چې جزيي مسئله یې دومره لویه کړو چې هغه د یوه بل بحران سبب او منشا وګرځي او خپلمنځي اختلافات رامنځته شي. کوم موضوعات چې تاسو یاد کړل، د حل فکر یې موجود دی. د دې وطن امن او ثبات تر ټولو غټ مصلحت دی او دا ثبات زموږ په وحدت، صبر او زغم سره ټینګه رابطه لري.»

هغه وویل: «زموږ کوښښ دا دی په تېرو ۴۰ کلونو کې چې زما او ستا ترمنځ کومه فاصله پیدا شوې، دا ختمه کړو، زه پر تا اعتماد ولرم او ته پر ما اعتماد وکړې.»

د هغه په وینا، دغه اوسنی صف متحد دی او د ګټلې ازادۍ ساتلو اراده او وس لري؛ ځکه چې تنظیمونه نشته، قومي او ژبني تعصبونه نشته، واحد فکر دی، واحده عقیده ده او له هر چا سره د پرمختګ فکر دی، خدای پاک له یوې نه بلې ورځې ته وسعت راولي، په ذهنونو کې ورسره تحمل پیدا کېږي، ستونزې او مشکلات کمېږي.

د کورنیو چارو وزیر په خبره، دی د افغانستان شمال، مرکزي ولایتونو، سوېل، غرب او نورو ولایتونو ته ځکه سفرونه زیات کوي چې د افغانانو ترمنځ اعتماد قوي شي، اعتماد جوړ شي، ذهنونه قوي شي، داسې نه خلک ووایي چې په دغه حکومت کې ځان نه ویني او دا لکه چې د دوی حکومت نه وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست