ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی د اوبو بندونو تخنیکي ستونزو ارزولو لپاره غزني ته تللی

د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی د اوبو بندونو تخنیکي ستونزو ارزولو لپاره غزني ته تللی

غزني‌ښار (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): غزني کې ځایي چارواکي وایي چې د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی د اوبو بندونو د تخنیکي ستونزو ارزونې او هواري په موخه دغه ولایت ته ورغلی دی.

د غزني ولاړو اوبو ریيس مولوي محمدشفيق منصور عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد پلاوی به دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سلطان او ځینو نورو بندونو د تخنیکي ستونزو ارزونه وکړي او په اړه به یې خپل راپور د اوبو او برېښنا وزارت له رهبرۍ سره شریک څو د حل لپاره یې اقدام وشي.

هغه زیاته کړه: «باصلاحیته پلاوي ته لومړی د سلطان بند ټولې تخنيکي ستونزې لکه د پرچاوي اوبو په اندازو کې بدلونونه راوړل، د بند د دروازو ترميم، د بند د دېوال تحکيم‌کاري، د اپرون جوړول او نورې ستونزې د اوبو په برخه کې ورسره شريکې شوې او د حل غوښتنه ترې وشوه.»

هغه وايي، د اقلیم بدلون او سېلابونونو ډېرېدو ته په کتو د سلطان بند د پرچاویو اندازې کوچنۍ دي، دروازو یې هم ستونزې پيدا کړې او د دېوالونو له چاکونو یې اوبه وځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.