غزنيښار (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): غزني کې ځایي چارواکي وایي چې د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی د اوبو بندونو د تخنیکي ستونزو ارزونې او هواري په موخه دغه ولایت ته ورغلی دی.
د غزني ولاړو اوبو ریيس مولوي محمدشفيق منصور عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد پلاوی به دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سلطان او ځینو نورو بندونو د تخنیکي ستونزو ارزونه وکړي او په اړه به یې خپل راپور د اوبو او برېښنا وزارت له رهبرۍ سره شریک څو د حل لپاره یې اقدام وشي.
هغه زیاته کړه: «باصلاحیته پلاوي ته لومړی د سلطان بند ټولې تخنيکي ستونزې لکه د پرچاوي اوبو په اندازو کې بدلونونه راوړل، د بند د دروازو ترميم، د بند د دېوال تحکيمکاري، د اپرون جوړول او نورې ستونزې د اوبو په برخه کې ورسره شريکې شوې او د حل غوښتنه ترې وشوه.»
هغه وايي، د اقلیم بدلون او سېلابونونو ډېرېدو ته په کتو د سلطان بند د پرچاویو اندازې کوچنۍ دي، دروازو یې هم ستونزې پيدا کړې او د دېوالونو له چاکونو یې اوبه وځي.
نوموړي دغه راز وویل: «د بند ختیځ لور ته یو وړوکی دېوال دی چې تهداب نه لري، وېره ترې محسوسېږي چې د بند له ډکېدو سره ونه نړېږي چې خلکو ته به د تېر په څېر ستونزې پېښې کړي.»
منصور عمر وايي چې د سلطان بند رغولو چارې د سږ کال په اوږدو کې ژر پیل شي او شته ستونزې به یې تر یوه بریده هوارې شي.
هغه دغه راز زیاته کړه، نه یوازې سلطان بند، بلکې د سردې، بهايي، باغچري او دهن شېر بندونو تخنیکي ستونزې به هم هوارې شي چې د باغچري او دهن شېر بندونه د حفظ او مراقبت چارې به نږدې راتلونکي پیل شي.
د غزني د ولاړو اوبو ریيس وایي چې یاد پلاوي د دغو بندونو د تحکیمکاري لپاره له ځان سره تر ۲۰ میلیون ډېرې افغانۍ راوړې دي.
په ورته وخت کې د سیمې قومي مشر حاجي لعلګل د اوبو په مدیریت، پراختیایي پروژو په تطبیق د بندونو ستونزو حل په برخو کې د اوبو او برېښنا وزارت هڅې وستايلې او د سلطان بند د ستونزو د حل غوښتنه او دې برخې ته یې د جدي پاملرنې هیله وکړه.
د مسوولینو معلوماتو له مخې، سلطان بند چې شاوخوا زر کاله مخکې د غزنویانو امپراتورۍ پر مهال جوړ شوی، د هېواد یو له سترو او با ارزښته بندونو شمېرل کېږي او د امیر حبیبالله خان او سردار داوود خان په وختونو کې دوه درې ځلي ترمیم شوی او تغییرات پکې راوړل شوي.
مسوولین وایي چې دغه بند ۱۵ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او د سیمې شاوخوا ۵۰ زره اوسېدونکي له دغو اوبو د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې ګټه اخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










