ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک له راپور وروسته د فراه په ګلستان کې مخابراتي خدمات پیل شول

د پژواک له راپور وروسته د فراه په ګلستان کې مخابراتي خدمات پیل شول

author avatar
26 Jul 2023 - 18:50
د پژواک له راپور وروسته د فراه په ګلستان کې مخابراتي خدمات پیل شول
author avatar
26 Jul 2023 - 18:50

فراه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نه شتون راپور خپور کړ، نن هلته یو مخابراتي انتن نصب شو او خدمات یې پیل شول.

پژواک د چنګاښ په ۲۶مه د ګلستان اوسېدونکو په حواله راپور کې ويلي وو چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدمتونو محروم پاتې دي او اوس هم د سټلایټ ټیلېفونونو او لیک په وسیله له یو بل سره اړیکې ټينګوي.

د اترا ادارې ویاند جلال شمس پژواک اژانس ته وویل: «کله چې ستاسو ګزارش نشر شو، نو موږ په ګلستان ولسوالۍ کې د خلکو شکایت پر اساس چې خدمات نشته، د افغان بېسیم له لوري یوه پایه انتن نصب کړ او نن یې خدمات پیل کړل چې په دې سره به د ولسوالۍ ډېرې ساحې تر پوښښ لاندې راځي.»

د هغه په خبره، د اترا اداره پلان لري په هغو ځایونو کې چې انتنونه نشته، هلته هم خپل خدمات ورسوي؛ کومې سیمې چې لرې وي او خصوصي سکتور زړه نه ښه کوي، په هغو سیمو کې خپله اترا اداره انتنونه نصبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.