[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د مرکزي اسیا (کافا) فوټسال جام سیالیو په لړ کې ایران افغانستان ته پنځه پر یو ګول ماته ورکړه.
د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب په دوشنبې ښار کې روانې دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د مرکزي اسیا فوټسال جام سیالیو په لړ کې د فوټسال ملي لوبډله نن خپله درېيمه لوبه له ایران سره ترسره کړه.
د لوبې په نیمایي برخه کې ایران درې ګولونه او افغانستان یواځې یو ګول وواهه او ایران درې پر یو ګول مخکې و.
د لوبې په دویمه نیمایي کې ایران دوه نور ګولونه هم ووهل، خو افغان لوبغاړو ونه شو کړای، چې نور ګولونه ووهي او دغه راز ایران دا لوبه وګټله.
افغانستان تر دې مخکې په دغو سیالیو کې قرغيزستان او ازبکستان ته ماتې ورکړې ده.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغیزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبدلې برخه لري.
د نومرو په جدول کې تر اوسه ایران، افغانستان تاجکستان او ازبکستان دوه، دوه لوبې ګټلې او شپږ شپږ نمرې لرې، خو ایران د ډیرو ګولونو په وهلو لومړی، ازبکستان دویم، تاجکستان درېیم او افغانستان په څلورم مقام کې دی.
دغه راز ترکمنستان پنځم او قرغزستان بیا په شپږم مقام کې ځای لري.
[/restrict]
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن