Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاناډا ته ۳۴۳ نور افغان کډوال انتقال شول

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ چارو ادارې ويلي چې ۳۴۳ نور افغان کډوال يې دغه هېواد انتقال کړي او د روان میلادي کال تر وروستیو به لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ومني.

د کاناډا هېواد د کډوالۍ چارو ادارې (IRCC) دغه خبر تېره ورځ (د زمري ۴مه) په خپله ټويټرپاڼه کې خپور کړی دی.

سرچينه وايي، یاد شمېر افغان کډوال د کاناډا هېواد ټورنټو ښار ته انتقال شوي خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی يې له کوم هېواده انتقال کړي دي.

سرچینې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې کاناډا ته ۳۵۰۰۰ افغان کډوال رسېدلي دي.

خبر زیاتوي، یاد هېواد به د روان میلادي کال تر پایه لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۲مه کاناډا ۳۰۹ افغان کډوال د دغه هېواد کلګري ښار ته انتقال کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.