ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د دوحې ناسته او له کابل سره ښکېلتیا د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده

امریکا: د دوحې ناسته او له کابل سره ښکېلتیا د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده

author avatar
27 Jul 2023 - 23:28
امریکا: د دوحې ناسته او له کابل سره ښکېلتیا د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده
author avatar
27 Jul 2023 - 23:28

اټلانټا (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲):  د امریکا  د بهرنیو چارو وزارت ددوحې ناستې ته په اشارې سره وایي چې د افغانستان په اړه یې په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا ناسته د کابل د په رسمیت پېژندلو په مانا ده.

ټاکل شوې ده، چې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ ناسته ترسره شيٍ.

که څه هم ددې ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې ، خو دواړو حکومتونو ویلي چې د روانې اونۍ په پای کې ترسره کېږي، چې ښایي له جمعې تر یکشنبې ورځو کې وي.

په دې ناسته کې د ګډون په موخه افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې مېرمن رینا امیري روان شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د روانې جولای میاشتې په پای کې د قطر هېواد پلازمېنې دوحې ته سفر کوي او هلته له امريکايي چارواکو سره پر اړوندو مسايلو خبرې کوي.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د افغانستان لپاره به په دې خبرو کې د بنديزونو او تور لېستونو ختمول، د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان هوايي حريم پر نقض بحثونه لومړيتوب ولري.

بلخي زیاته کړې، په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل په واشنګټن کې دیوې خبري غونډې پر مهال ددوحې ناستې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ده زیاته کړې:“  په دې اړه واضحه تګلاره لرو، چې موږ به له طالبانو سره ښکېلتیا ته د خپلو ملي ګټو لپاره ادامه ورکوو، خو دا په دې مانا نه ده چې موږ دې هغوی په رسمیت وپېژنو. “

پټېل دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او څنډې ته د ښځو او نجونو د پرېښودلو په اړه د امریکا اندېښنې تکرار کړې.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.