اټلانټا (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستانیو ځواکونو لخوا د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ توغندویي بریدونه په کلکه غندلي دي.
د هغه د دفتر لخوا د زمري په ۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالی د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندي او دغه بریدونه خاورې واضح تیری او د ټولو نړیوالو موازینو خلاف عمل بولي.
حامد کرزی د پاکستان پر حکومت غړ کړی، چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست ته تغییر ورکړي او د افراطیت پالنې او تشدد پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او حسنه او متمدنې رابطې لاره خپله کړي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر اوسه ددې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستانیو رسنیو ددې بریدونو پخلی کړی دی.
بلخوا مشال راډیو د ځینو پاکستانیو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دا بریدونه د جولای په ۲۵مه، ترسره شوي او موخه یې د پاکستانیو طالبانو ( ټي ټي پي) مرکزونه وو، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د پاکستانیو چارواکو لخوا دا ادعاوې شوې دي چې ګوندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال پټ دي او له دې ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.
خو د افغانستان سرپرست حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي.
د سرپرست د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي دي چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د یادونې وړ ده چې پاکستانیو ځواکونو له تېرو څو کلونو راهیسې پر کونړ ، ننګرهار ، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو بریدونه کوي چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP