ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان توغندویي بریدونه وغندل

حامد کرزي د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان توغندویي بریدونه وغندل

author avatar
27 Jul 2023 - 21:36
حامد کرزي د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان توغندویي بریدونه وغندل
author avatar
27 Jul 2023 - 21:36

اټلانټا (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستانیو ځواکونو لخوا د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ توغندویي بریدونه په کلکه غندلي دي.

د هغه د دفتر لخوا د زمري په ۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ‎د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالی د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندي او دغه بریدونه خاورې واضح تیری او د ټولو نړیوالو موازینو خلاف عمل بولي.

‎حامد کرزی د پاکستان پر حکومت غړ کړی، چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست ته تغییر ورکړي او د افراطیت پالنې او تشدد پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او حسنه او متمدنې رابطې لاره خپله کړي.

د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر اوسه ددې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستانیو رسنیو ددې بریدونو پخلی کړی دی.

بلخوا مشال راډیو  د ځینو پاکستانیو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دا بریدونه د جولای په ۲۵مه، ترسره شوي او موخه یې د پاکستانیو طالبانو ( ټي ټي پي) مرکزونه وو، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د پاکستانیو چارواکو لخوا دا ادعاوې شوې دي چې ګوندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال پټ دي او له دې ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی د جنګونو له زیانونو خبر دي او نه غواړي چې بل چاته دغه زیانونه ورسوي.

د سرپرست د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي دي چې حکومت یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د یادونې وړ ده چې پاکستانیو ځواکونو له تېرو څو کلونو راهیسې پر کونړ ، ننګرهار ،  خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو بریدونه کوي چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

Views: 238

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.