کابل (پژواک، ۶ زمري ۱۴۰۲): د فیلیپین هېواد پلازمېنې مانیل ته نږدې په یوه جهيل کې د مسافروړونکې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې مړه او تر شپږو ډېر کسان نادرکه دي.
login or register a new account.