منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۹ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فیلیپین کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۶ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۶ زمري ۱۴۰۲): د فیلیپین هېواد پلازمېنې مانیل ته نږدې په یوه جهيل کې د مسافروړونکې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس په خپله ټویټرپاڼه  کې لیکلي چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې مړه او تر شپږو ډېر کسان نادرکه دي.

رویټرز زیاتوي چې د یاد هېواد ساحلي ګارد ۴۰ کسان ژغورلي هم دي.

رویټرز د یاد هېواد د ساحل ساتونکو له قوله لیکلي چې د یادې کښتۍ د ډوبېدو پېښه به وڅېړي او د ژغورنې عملیات روان دي.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، دا د روان زیږدیز کال په تېره مارچ میاشت کې د فیلیپین په سوېل کې د یوې بېړۍ د اورلګېدنې له پېښې وروسته چې  ۳۳ کسانو خپل ژوند پکې بایللی و، دوهمه خونړۍ پېښه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه