Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار – هرات پر لویه لار ګرشک ولسوالۍ کې د یوه جامع جومات جوړولو چارې پیل شوې

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د کندهار ـ هرات پر لویه لار د یوه ستر جامع جومات جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد  جامع جومات چارو د پیل په مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد، یو شمېر نورو مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیستې وه.

د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد جامع جومات د کندهار ـ هرات پر لویه لار په نوي او عصري ډول جوړیږي چې د کتابتوت ترڅنګ به د اوبو او د ښځینه او نارينه وو لپاره د لمانځه ځانګړي ځایونه هم ولري.

د هغه په خبره، د دغه جامع جومات جوړولو موخه د هرات ـ کندهار پر لویه لار د تلونکو مسافرو، موټرچلوونکو او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د لمانځه زمینه برابرول دي.

والي زیاته کړه چې د یو شمېر ملي سوداګرو په همکارۍ تر دې مهاله ۱۲ بابه مساجد جوړ شوي او لا هم هڅې روانې دي چې د هلمند پر عمومي لارو نور نوي جوماتونه هم جوړ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد چې یاد جومات د شیخ حمدبن عبدالله بن محمد الثاني خیریه بنسټ  له لوري د شاوخواپنځه میلیونه افغانیوپه لګښت جوړیږي او رغنیزي چارې به یې  ددوه میاشتو په جریان کې بشپړه شې .

نوموړي  زیاته کړه، چې په دې جومات کې  د لمونځ کوونکو لپاره ټولي اسانتیاوي برابرې شي او  په یو وخت کې شاوخوا ۲۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت و لري.

د شیخ حمدبن عبدالله بن محمد الثاني خیریه بنسټ نشراتي مسوول مولوي ګل‌احمد احمدي وویل چې د دوی بنسټ د قطر هېواد اړوند دی او د جومات لګښت همدغه بنسټ ورکوي.

هغه زیاته کړه چې تر دې مهاله یې په هلمند کې دوولس بابه جوماتونه جوړ کړي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.