Language

ستانکزی: د هېواد په فضا کې یوازې د امریکا نه، بلکې د ګاونډيو بې‌پيلوټه الوتکې هم ګرځي

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمدعباس ستانکزي نن کابل کې د عاشورا په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د زده‌کړو پر اهمیت او د هېوادوالو پر یووالي ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه، د هېواد په فضا کې لا هم د امریکا او ګاونډيو هېوادونو بې‌پېلوټه الوتکې ګرځي.

دی وايي: «زموږ په فضا کې یوازې د امریکا نه، بلکې زموږ د ګاونډيو ډرون الوتکې هم ګرځي خو موږ تر اوسه دې حد ته نه یو رسېدلي چې مخه يې ونیسو.»

نوموړي زیاته کړه، افغانان هغه وخت له خپلې فضا څخه دفاع کولای شي چې یو او بل ته لاس ورکړي او سره متحد شي چې بیا به هېڅوک زموږ پر هوايي او ځمکني حریم یرغل ونه شي کولای.

login or register a new account.