[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د کرکټ افغان لوبغاړي صدیق اتل د کابل غوره لیګ سیالیو پر مهال په یوه اوور کې اووه شپږیزې ووهلې.
صدیق اتل چې د کابل پریمیر لیګ سیالیو د شاهین هنټرز لوبډلې لوبډلمشر هم دی، یادې شپږیزې یې د شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د اباسین ډیفنډرز لوبډلې پر وړاندې ووهلې.
د دې لوبې نولسم اوور د اباسین لوبډلې ورو توپاچوونکي امیر ځاځي ترسره کاوه، لومړی یې (نوبال) وکړ چې صدیق اتل پرې شپږیزه ووهله، دویم بال یې وایډ وکړ او هغه څلوریزه شوه.
دغه راز صدیق اتل په پاتې شپږو نورو سمو توپونو باندې هم شپږیزې ووهلې او په دغه اوور کې یې ۴۸ منډې ترلاسه کړې چې یو ملي ریکارډ دی.
هغه په دې لوبه کې ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې هم جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
شاهین هنټرز لوبډلې په نننۍ لوبه کې اباسین ډیفنډرز لوبډلې ته ماته ورکړه.
صدیق اتل له لوبې وروسته پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دا لوبه د ده او لوبدلې لپاره یې ډېره مهمه او ګټوره وه.
هغه زیاته کړه: «مینه هم دا ډول لوبې ډېرې خوښوي، هغوی غواړي چې توپوهونکي ښې شپږیزې او څلوریزې ووهي.»
دا چې نوموړي د دغو شپږیو لپاره څه پلان درلود، وویل، کوم پلان یې نه درلود، خو له پیله یې ښه لوبه روانه کړې وه او پر کریز ښه بلد شوی و.
https://www.youtube.com/watch?v=Qau0i5PYKiI
هغه د خپلو احساساتو په اړه وایي: «زه ډېر خوښ شوم، دا زما د راتلونکو سیالیو لپاره ډېر ګټور و، دا ډول لوبې پر خپل ځان د لوبغاړو باور زیاتوي.»
خو صدیق اتل وایي چې امیر ځاځي ته خپه دی؛ ځکه چې له لوبې وروسته هغه ډېر خواشینی او خپه و خو دا ډول کیسې لوبو کې راځي، هغه باید دا هېر کړي او راتلونکي ته ځان اماده کړي.
کابل پریمیر لیګ کرېکټ سیالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰ اووره فارمټ کې پیل شوې چې پنځه لوبډلې پهکې د یوه بل پر وړاندې سره لوبې کوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP