ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او پټرولو بیې لوړې شوې دي

کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او پټرولو بیې لوړې شوې دي

author avatar
29 Jul 2023 - 15:22
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او پټرولو بیې لوړې شوې دي
author avatar
29 Jul 2023 - 15:22

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): نن د کابل ښار بازارونو کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله ‎د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۵ نه ۶۷ ‎افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د تېلو بیې لوړېدو په اړه وايي: «له ایرانه د وارد شوو بې‌کیفیته تېلو بېرته ورګرځولو سره بازارونو کې تېل کم شوي چې له امله یې په بیه کې هم زیات‌والی راغلی دی.»

د پژواک د یوه خبر له مخې، د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د چنګاښ په ۲۶مه له ایرانه د وارد شوو ۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېلو د بېرته ورګرځولو خبر ورکړی و.

خو د احمد په خبره، نن هم لکه تېره اونۍ یو لېټر ډیزل د کابل ښار په بازارونو کې په‎ ۶۳ افغانیو پلورل کیږي.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه اووه ورځې مخکې‎ یو کیلوګرام ګاز په ۵۶ افغانۍ پلوري.

د اوړو بیه لوړه شوې

کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ افغانیو ۱۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د اوړو د وارداتو کمېدو او په قزاقستان کې یې د بیې لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

هغه وايي چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیو هم بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن هم کله تېره شنبې ‎یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۴۵۰ افغانۍ او یو ګرام  ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ‎ ۳۵۰۰ افغانیو ته پلوري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۵.۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۹۰ افغانیو بدلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۳۱مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۵ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۹۰ افغانیو تبادله کېدې.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.