Language

لوګر کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ٧ زمرى ١٤٠٢): لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پيل او یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د سولې بنسټ په مالي ملاتړ یې په محمداغې ولسوالۍ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړیدو چارې پيل کړي دي.

د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي سیدامین هاشمي پژواک ته وویل، دغه کانال د محمداغې ولسوالۍ په «سفیدسنګ» سیمه کې موقعیت لري او د درېیو میاشتو په موده کې به د سولې بنسټ له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هاشمي زیاته کړه چې د یاد کانال له جوړېدو سره به ۱۰۲ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د یادې پروژې له عملي کېدو څخه يې موخه د کرنې برخه کې د اوبو ضایعاتو مخنیوی، وزګارو کسانو ته کار پيدا کول او د لوګر له کروندګرو ملاتړ دى.

login or register a new account.

Related Topics