کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یې د قزاقستان له استازو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوه ټويټ له لارې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طالګات کالیف او د یاد هېواد د ولسمشر د دفتر د رییس له مرستیال او نړۍوالو همکاریو چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ارژان کازیخان سره د دې لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي: «د افغانستان له خلکو د ملاتړ چارو کې د همکارۍ په اړه له طالګات او ارژان کازیخان سره د قوي خبرو ستاینه کوم، په دې اړه نظرونه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه څنګه کولی شي د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره بسیج شي، تر څېړنې لاندې ونیول شول.»
هغه دغه راز زیاته کړې چې د قزاقستان د ښځو د زدهکړو او سوداګرو له مسوولینو سره هم ناسته لرلې او هغوی ژمنه کړې چې له حکومت سره به یوځای د کار او زدهکړو برخو کي د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې وه.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن