ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ترکي چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي

افغان او ترکي چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي

author avatar
30 Jul 2023 - 11:21
افغان او ترکي چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي
author avatar
30 Jul 2023 - 11:21

کابل (پژواک، ۸ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان کډوالو چارو وزارت مرستیال د ترکیې له سفیر سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د بېرته را ایستلو او غیرقانوني مسافرت د بدیل موندلو، او په دې برخه کې د افغانانو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت مرستیال محمدارسلاح خروټي د ترکیې له سفیر جيهاد ارګينای سره لیدلي او دواړو لورو په پورته مسایلو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې خروټي د یادو ستونزو پر حل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت او دوام، د ترکيې او افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ادارو او چارواکو تر منځ د ناستو او هوکړې پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

خروټي ویلي: «د افغانانو ډيپورت یا بېرته را ایستل د دې ستونزې دایمي حل نه دی، ځکه په ورته وخت کې د افغانانو په ډېپورت کولو سره یو شمېر نور له غیرقانوني لارو ترکیې ته داخلیږي، نو په کار ده چی په هر اړخيزه توګه پرې له سره غور وشي، څو يادې ستونزې هوارې شي.»

خروټي همدا راز ویلي، یوازې د ډيپورت په اړه خبرې به مثبتې پایلې و نه لري او که ترکیه د افغانانو د غیرقانوني سفرونو د ستونزې هوارېدو غوښتونکې وي، باید په ګډو ناستو کې په قانوني ډول د کارګرانو د لېږلو په ګډون پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې: «دا موضوع د اسلامي امارت د نور ادارو ترڅنګ د کډوالو چارو له وزارت سره ډېره تړلې ده او که چېرې د دغه وزارت اتشې د فعاليت لپاره په دې برخه کې د ترکیې له خوا اقدام وشي، بې له شکه ډېرې ستونزې به حل او لا همغږي به رامنځته شي.»

د کډوالو چارو وزارت لیکلي، د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به ترکیې ته د اسلامي امارت د اړوند ادارو پلاوي ته د سفر زمینه برابره کړي.

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.