کابل (پژواک، ۸ زمري ۱۴۰۲): د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره کې د «نوښت» مرکز په مرسته جوړ شوی موټر به اکټوبر میاشت کې دوحه کې نندارې ته وړاندې شي.
چارواکو تېرکال کال د تلې په ۲۶مه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره کې د «نوښت» مرکز پرانیستغونډه کې وویل، د دغه مرکز نوښتګرو وکولای شول چې یو سپورټي موټر جوړ کړي.
د یاد سپورټي موټرجوړوونکی محمدرضا احمدي نن په یوه خپره شوې وېډیو کې ویلي، د روان کال اکټوبر په پنځمه به دغه موټر په دوحه کې نندارې ته وړاندې شي.
یاد موټر تېرکال په تله میاشت کې کابل کې نندارې ته وړاندې شو، په کور د ننه او بهر وستایل شو او ان د هېواد ځینو ملي پانګهوالو ویلي و چې دغه موټر پیري.
Views: 397
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن