Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د انتقالي عدالت په نوم د امریکايي ټولنې له خوا د افغان څارنوالانو امنیت په اړه اندېښنه بې‌ځایه ده

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند د یوې امریکايي ټولنې له خوا د افغان څارنوالانو د امنیت په اړه اندېښنه بې‌ځایه بولي او په وینا یې دغه ټولنه له افغانستانه د کادرونو د وتلو لپاره هڅې کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د انتقالي عدالت او سولې په نوم د یوې امریکايي ټولنې له ‌خوا د افغان څارنوالانو په اړه اندېښنه بې‌ځایه ده.»

هغه لیکلي، دغه ټولنه له افغانستانه د کادرونو د وتلو او انساني قاچاق ته د لار هوارولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړې، یاد امریکايي بنسټ ادعا کړې چې په افغانستان کې څارنوالان له خطر سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې هیڅ کوم څارنوال له خطر او ګواښ سره مخ ندی.

مجاهد زیاتوي: «متاسفانه د انساني حقوقو، سولې او عدالت تر عنوان لاندې ځينې مغرض بهرني بنسټونه تل د افغانستان په اړه ناسم راپورونه خپروي او له افغانستانه د خلکو د تېښتې او وتلو لپاره کار کوي.»

د هغه په خبره، اسلامي امارت پر افغانانو غږ کوي چې د دغه ډول مشکوکو بنسټونو فریب ونه خوري او خپل هېواد پرې نږدي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له خوا عمومي عفوه د ټولو افغانانو لپاره د تطبیق وړ ده او څوک ترې سرغړونه نه شي کولای.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.