ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
31 Jul 2023 - 15:00
سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
31 Jul 2023 - 15:00

ایبک (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۲): د سمنګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت اړوند د سمنګان-بغلان پر لار د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان ولایت د سیمه‌ییز روغتون امر سیدعثمان حمیدي وایي، تېره ورځ ناوخته د سمنګان-بغلان پر لار د رباتک په سيمه کې فورنر موټر چپه شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه او د يوې نجلۍ په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

هغه زياتوي چې د ټپيانو له ډلې د درېيو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ وو چې د درملنې په موخه د بلخ حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

که څه هم د يادې ترافيکي پېښې لامل تر اوسه نه دى په ګوټه شوى خو ډېرى مهال داسې پېښې د موټر چلوونکي د بې‌احتياطۍ او يا هم د سړک خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.