کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، تېره ورځ د سویډن پلازمېنه ستاکهولم کې یو ځل بیا دوو لاریونکوونکو د قرانکریم یوه نسخه سوځولې ده.
د امریکا غږ په راپور کې راغلي، دوه لاریونکوونکو پرون (د زمري ۹مه) د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ مخې ته د قرانکریم یوه نسخه وسوځوله.
سرچینې ویلي، سلوان مومیکا او سلوان نجم د قرانکریم یوه نسخه لومړی تر پښو لاندې کړې او وروسته یې سوځولې ده.
د سرچینې معلوماتو له مخې، دوی مخکې هم دوه ځلې د اعتراض په ډول د قرانکريم نسخې سوځولې وې چې په نړۍواله کچه یې غبرګونونه وپارول.
دغه راز سرچینې په یوه بل راپور کې ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان پرون (د زمري نهمه) د سعودي عربستان د جدې په ښار کې وروسته له هغه فوقالعاده غونډه جوړه کړه چې په سويډن کې يو ځل بيا د قرانکریم نسخو ته اور واچول شو.
سرچینې د دغه سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه له قوله لیکلي: «د خواشینۍ وړ ده چې اړوند چارواکي چې د بیان د ازادي ادعا کوي، د نړۍوالو قوانینو ضد کړنو تکرارېدو ته جوازونه ورکوي چې د مذهبونو د نه درناوي سبب کېږي.»
د دغه سازمان په اعلامیه کې له سویډن او ډنمارکه یو ځل بیا غوښتل شوي چې د اسلام سپېڅلي کتاب د سوځولو مخه ونیسي.
د اسلامي همکارۍ سازمان دغه راز ویلي: «په خپله حسین ابراهیم طه به له یو لوړپوړي پلاوی سره اروپایي اتحادیې ته ولاړ شي او له هغوى به وغواړي چې د بیان ازادي په پلمه د دې جنایي کړنو تکرارېدو مخه ونیسي.»
یاد سازمان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټریش څخه غوښتي چې له اسلامه د کرکې اړوندو موضوعاتو په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره دې ځانګړی راپور ورکوونکی وټاکي.
د یادونې ده، یوه سویډني د چنګاښ په ۷مه (د لوی اختر لومړۍ ورځ) هم د دغه هېواد د پلازمېنې ستاکهولم جامع جومات مخې ته د قرانکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ چې د اسلامي هېوادونو غبرګونونه یې راوپارول.
Views: 156
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن