نیلي (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): دایکنډي کې ولسي سرچینې وايي چې یوه پنځلس کلن ځوان د دغه ولایت په سنګتخت او دربند ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده.
یوه ځايي اوسېدونکي محمد دین پژواک ته وویل چې تېره ورځ د سنګتخت او دربند ولسوالۍ په غجورباش سیمه کې یوه ځوان خپل ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
هغه وویل چې د دې ځانوژنې لامل تر اوسه نه دی معلوم.
په ورته مهال، امنیتي سرچینې هم د دغه پېښې پخلی کوي او وايي چې په دې تړاو پلټنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه د اسلام له پلوه لویه ګناه ده او یو څوک باید د ژوند د ستونز له امله چې د هواري وړ وي، پر ځانوژنه لاس پورې نه کړي څو د دې لویې ګناه مرتکب نه شي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن