جلالاباد (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې يوه وسلهوال پر درېيو ملکي کسانو ډزې کړې چې يو سړی یې وژلی او دوه ښځې یې ټپي کړې دي.
مسوولين وايي، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې او بريدګر له سيمې په تښتېدلى دى.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي د زمري په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازديګر د دغه ولايت د نازيانو ولسوالۍ په سپينهژۍ سيمه کې يوه وسلهوال کس پر درېيو لارويانو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه: «په ډزو کې د شاهمحمود په نوم د سيمې يو اوسېدونکی وژل شوی او د هغه مېرمن او خور ټپيانې شوې دي.»
دی وايي، ټپي مېرمنې د نازيانو ولسوالۍ امنيتي مسوولينو روغتون ته لېږدولې او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د زابلي معلوماتو له مخې، بریدګر له سيمې تښتېدلی، امنيتي مسوولينو يې د نيولو هڅې پیل کړې دي.
هغه د لومړنيو معلوماتو له مخې وايي چې بريد د شخصي دښمنۍ له امله شوی خو دوی يې د لامل لا څرګندېدو په موخه څېړنې پيل کړې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي وليجان هم پژواک ته وويل، ياد کسان له بازاره کور ته روان وو چې يوه وسلهوال کس پرې ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، امنيتي مسوولين پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپيان او مړی يې روغتون ته لېږدولي دي.
Views: 376
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن