مزارشریف (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت ۲۰۹ الفتح قول اردو انجنيرانو ۲۴۳۲ بېلابېل نظامي وسايط او ۴۷۵ بېلا بېلې تخریب شوې وسلې ترمیم او فعاله کړې دي.
ياد مطلب د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې بیان شوی دی.
سرچينه د الفتح قول اردو د قومندان نقیبالله عزیزي له قوله لیکي، دغه نظامي تجهيزات د یادې قول اردو د مسلکي انجنيرانو پر مټ او هڅو په اساسي توګه ترمیم شوي او د استفادې وړ دي.
نوموړي د دغو وسایطو ساتنه دیني او وجداني مسوولیت ګڼلی دی.
په خپرپاڼه کې د ۲۰۹ قول اردو د وسلو او تخنيکي چارو مسوول مولوي عبدالعزیز کلیم الله له قوله راغلي چې د دوی تخنیکي پرسونل له تېرو څه کم دوو کلونو په موده کې ۱۹۱۹ عرادې رنجرې، ۱۸۴ هاموې ټانکونه، ۷۱ انڼرنيشنل، ۸ ضربتي ټانکونه، ۱۲ ټیلرې، ۱۷ بېلابېل ډوله ټانکرونه، ۱۹ فور کلفت، ۲۰۲ بېلابېل ډوله نظامي وسایط او ۴۷۵ بېلابېل ډوله وسلې ترمیم او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
تر دې وړاندې هم کابل او څو نورو ولایتونو کې زرګونه تخریب شوي نظامي وسایط او وسلې ترمیم او بیا کارېدلو ته چمتو شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP