ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار اوسېدونکي؛ ځیني شخصي روغتونونه د متخصصو ډاکټرانو له نومه په ناسمې ګټې اخیستنې پر خلکو تجارت کوي

1 Aug 2023 - 08:33
1 Aug 2023 - 08:33

تالقان (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر خلک او ناروغ لرونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په ځینو خصوصي روغتونونو کې یوازې پر لوحو د متخصص ډاکټر نوم لیکل شوی، خو خپله ډاکټر نه وي.

د هغوی په خبره، د دغه ولایت ځیني متخصص او مشهور ډاکټران په داسې حال کې چې په ولایت کې شتون نه لري، خو نومونه یې پر لوحو شته او یو شمېر شخصي روغتونونه د ډاکتر له نومه په ناوړه ګټه اخیستنې سره پر خلکو تجارت کوي.

د تالقان ښار یو اوسېدونکی پیمان همدرد وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او له ولسوالیو او لرې کلیو څخه د اوږده واټن او سختو لارو په وهلو سره د خپلو ناروغانو درملنې په موخه په تالقان ښار کې خصوصي روغتونونو ته مراجعه کوي.

خو هغه زیاته کړه: «د ځینو خصوصي روغتونونو پر لوحو د ډاکتر نوم، تجربه او مسلک لیکل شوي، خو له بده مرغه کله چې ناروغان ورته مراجعه کوي؛ ویني چې هغه ډاکتر نشته چې پر لوحه یې نوم لیکل شوی او بل کس د هغه له نومه په استفادې ناروغان معاینه کوي.»

همدرد د دغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، هغه ډاکتران چې خپله شتون نه لري او نومونه یې د روغتونونو پر لوحو لیکل شوي او پر خلکو تجارت کوي، د عامې روغتیا مسوولینو له لوري دې وپلټل شي څو خلک دوکه نه شي.

د تالقان ښار اوسېدونکى او ناروغ لرونکی صباح‌الدين وايي، د اوړي موسم دى، په ماشومانو او لویانو کې د ناروغۍ کچه لوړه ده، خو د متخصصو ډاکترانو نه شتون د دې لامل شوی څو ناروغان هره ورځ سرګردانه شي.‎

د ده په خبره، په يو شمېر خصوصي روغتونونو کې ډاکتران د ناروغ تشخيص نه شي کولی، يوازې هڅه کوي چې د ډېرو پيسو درمل ورته وليکي او پرې ویې پلوري او دغه کار د دې لامل شوى څو ناروغان د درملنې په موخه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي.

د تخار دغه اوسیدونکی ادعا کوي: «شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې څو ځله یوه شخصي روغتون ته ورځم، خو د ډاکتر په لیدو نه یم توانېدلی، پر لوحه‎ د ډاکټر نوم لیکل شوی، خو خپله نشته او بل کس یې پر ځای ناروغان معاینه کوي.»

هغه هم د عامې روغتيا له مسوولينو په خصوصي روغتونونو کې د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

دغه ‌راز د تخار ولايت يو مدني فعال اسدالله تيمور وايي، سپينه چپنه د ډاکترانو لپاره د ژمنتيا، ریښتینولۍ ‎ او د ولس پر وړاندې د مسووليت احساس څرګندوي، خو له بده مرغه په دغه ولایت کې يو شمېر ډاکتران له هرې ممکنې لارې خلک دوکه کوي.

د تيمور په خبره، د ډېری ډاکترانو لوحې په بېلابېلو لقبونو سره په شخصي روغتونونو کې جوړې او لګول ‎شوې دي، خو په خپله فزيکي شتون نه لري، يا په بهرنيو هېوادونو کې دي او يا هم په هېواد کې پر نورو کارونو بوخت دي.

له پرله‌پسې هڅو سره سره د تخار ولايت د خصوصي روغتونونو مسوولينو د پژواک اژانس له خبريال سره خبرو کولو ته حاضر نه شول.‎

خو د یوه خصوصي روغتون يوې سرچينې د نوم نه اخسیتو په شرط پژواک ته تایید کړه چې د ځینو ډاکترانو یوازې نومونه پر لوحو لیکل شوي او په روغتونونو کې شتون نه لري، په کابل ښار يا نورو هېوادونو کې اوسېږي.

دغې سرچینې د ځینو ډاکترانو نومونه واخیستل و ویې ویل، ډاکتر فرید پیرزاد، ډاکتر قیوم سداد، ډاکتر بکتاش غفوري، ډاکتر انجیلا عظیمي او ډاکتر صبور صابر چې د دغه ولایت مشهور ډاکتران دي، دم‌کړۍ په کابل ښار او بهرنیو هېوادونو کې دي، خو د ځينو خصوصي روغتيايي مرکزونو پر لوحو یې نومونه لیکل شوي او له نومه یې ناوړه استفاده او خلکو دوکه کېږي.

پژواک د دغو ډاکترانو د نظر پر ترلاسه کولو هم بريالى نه شو.

خو تخار کې د روغتيايي چارو کارپوه ډاکتر شفيع‌الله عيان وايي، په يو شمېر روغتونونو کې د ډاکترانو د فزيکي نه شتون، اوس په دغه ولايت کې په يوه ستر جنجال بدل شوی دی.

د ده په ​​وينا، د ډاکترانو فزيکي نه شتون د خلکو ترمنځ د بې‌باورۍ او ناروغان د سرګردانه کېدو لامل ګرځي.

هغه ټینګار کوي، هغه ډاکتران چې نومونه یې د روغتونونو په لوحو کې لیکل شوي، خو حضور نه لري، باید خپلې لوحې له روغتونونو لرې کړي او اجازه ور نه کړي چې خصوصي روغتیايي مرکزونه د دوی له نومونو ناوړه ګټه واخلي.

په ورته مهال، د تخار عامې روغتیا ریاست مرستیال مخدوم عتیق‌الله قانت که څه هم مني چې په دې تړاو ورته شکایتونه رسېدلي، خو وايي، هڅه کوي له هغو روغتونونو سره جدي او قانوني چلند وکړي چې د ډاکترانو له نومونو ناوړه ګټه اخلي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، د روغتیايي قوانینو له مخې د لنډې مودې او یا ضروري کار لپاره د ډاکترانو فزیکي نه شتون کومه ستونزه نه ده، خو که په دوامداره توګه وي، د روغتیايي قوانینو د څارنې کمیټې له لوري تعقیبیږي او پلټنې ترې کیږي.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version