هرات (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کثافتدانیو کموالی او د ښار په پاکولو کې د خلکو نه همکاري د چاپېریال ککړېدو، د سړکونو غاړو ته د کثافاتو راټولېدو او د ښار د بدرنګۍ لامل شوی دی.
هغوی زیاتوي، هرات ښار په پاکوالي او نظم کې نوم لري خو په دې وروستیو کې د کثافتدانیو کمښت په ښار کې د بېنظمۍ لامل شوی دی. ښاروالې وایي، د هرات ښار پاک ساتلو په موخه د دې ادارې د تنظیف برخې کارکوونکي هره ورځ د ښار او شاوخوا کثافات منظم راټولوي او له ښاره بهر یې لېږدوي.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي روحالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښار کې د کثافتدانیو کمښت خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه ټینګار کوي چې د دوکانونو، سړکونو، تفریحي پارکونو او نورو مزدحمو ځایونو کې دې کثافتدانۍ کېښود شي څو د چاپېریال ککړېدو مخه ونیول شي او کثافات په سطلونو کې واچول شي.
نوموړي زیاته کړه، حکومت باید په ښار کې د کثافتدانیو شمېر ډېر کړي او خلک هم باید هڅه وکړي چې خپل کثافات د لارو او سړکونو غاړو ته ونه غورځوي، څو د ښار له ککړېدو مخنیوی وشي.
د هرات یو بل اوسېدونکی حاجي ملوک هم پر دې باور دی چې د هرات ښار ځینو برخو کې د کثافتدانیو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک کثافات د سړکونو او یا لښتو غاړو ته واچوي.
هغه ټینګار کوي چې خلک باید له ښاروالۍ سره همکاري ولري، خپل کثافات راټول کړي او د کثافاتو په سطلونو کې يې دې واچوي.
دغه راز د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې معیاري کثافتدانۍ کېښودل شي.
هغه زیاتوي، یادې کثافتدانۍ په ازمایښتي ډول په ترقۍ پارک، د کندهار دروازې او د ښار په نورو مزدحمو ځایونو کې اېښودل شوې دي.
هغه زیاتوي، د پاک ښار رامنځته کولو په موخه د دې ادارې د تنظیف کارکوونکو له خوا هره ورځ په منظمه توګه د ښار کثافات راټولېږي او له ښاره بهر لېږدول کېږي.
د دغه ولایت ښاروالۍ څرګنده کړه، دا اداره د تنظیف منظم ټیم لري او خپل ورځني مسوولیتونه په ښه ډول ادا کوي؛ له خلکو، دوکاندارانو، لارویانو او له نورو ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار پاک ساتلو برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او بېځایه ځایونو کې دې د کثافاتو له غورځولو ډډه وکړي.
دغه راز په یاد ولایت کې د چاپېریال برخې کارپوهان پر دې باور دي چې د ښار په ځینو برخو کې کثافتدانۍ شته خو سمه ګټه نه ترې اخیستل کېږي او دغه کار د دې لامل کېږي چې کثافات یې څنګ ته ډېرۍ شي.
د چاپېریال برخې کارپوه علياحمد محمدي پژواک ته وویل، د کثافتدانیو څنګ ته د کثافاتو اچول د چاپېریال ککړېدو او په ټولنه کې د ناروغیو خپرېدو لامل کېږي.
نوموړی د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي، څو د خپل ښار پاکولو کې د ښاروالۍ له ریاست سره مرسته وکړي او له کثافتدانیو سمه ګټه واخلي.
محمدي زیاته کړه، پاک او منظم ښار په یوه ټولنه کې د مسوولیتمنونکو او بافرهنګه خلکو ښکارندویي کوي او دا چاره د خلکو پر ژوند او چاپېریال مستقیم اغېز لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ښاروالۍ څو ځلې په خپرونو، اعلانونو او ولسي ناستو کې د دغه ولایت له خلکو غوښتي چې د ښار او چاپېریال په پاک ساتلو کې ورسره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP