Language

یونیسف تېرې شپږ میاشتې افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

کابل (پژواک، ۱۱زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق دفتر راپور ورکړی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۰ میلیون ډېرو افغانانو ته د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي چې د هغو ۵۰ سلنه یې ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ.

دغه راپور کې راغلي، د روان کال د جنورۍ تر جون میاشتې په ثابتو او ګرځنده روغتیایي مرکزونو کې د شاوخوا اتو میلیونو ماشومانو د حاد خوارځواکي څېړنه کړې ده.

یونیسف ویلي، د دغو ماشومانو له ډلې، تقریباً د ۳۵۰ زره کسان یې چې ۵۶ سلنه یې نجونې وې د «شدیدو ضایعاتو» له امله بستري شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.