اټلانټا (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر ډېرېدو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زمري په ۱۲مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نړۍوالو همکاريو لپاره د قطر د دولت وزیرې لولوة الخاطر د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې نوموړې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته کوي.
متقي په دې کتنه کې د قطر له کوربهتوبه د مننې ترڅنګ وویل چې دغه هېواد تل له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست نوموړې ته د افغانستان د تازه وضعیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او هغوی یې وهڅول چې په افغانستان کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه، د کرنې په برخه کې د اصلاح شوو تخمونو، ډیپلوماتانو او لوبغاړو ته د روزنیزو زدهکړو او د لوبو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د نړۍوالو همکاريو لپاره د قطر د دولت وزیرې لولوة الخاطر په دې کتنه کې وويل چې له افغانستان سره اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري او دغه هېواد ته د قطر د رییسالوزراء سفر د دې اړیکو د پراختيا ښه ثبوت دی.
نوموړې زياته کړه، له نېکه مرغه د قطر الخیرية موسسې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو په رسولو کې فعالیت پيل کړی او له افغانستان سره په یادو سکټورونو کې لکه روغتیا، زدهکړو، کرنې، بدني روزنې او داسې نور بېلابېلو برخو کې مرستې ته ژمن دی.
هغې همدارنګه وويل، هڅه کوي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ژر تر ژره میکانیزم جوړ او یادې پروژې پیل کړي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو هم په دوحه کې له لولوه الخاطر سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې وې.
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد په ټولنیزه شبکه اېکس (ټویټر) کې لیکلي، چې د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دکتور مطلق القحطاني د ا.ا.ا. بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
هغه زیاته کړې، په دې کتنه کې پر بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او تجارتي موضوعاتو خبرې وشوې.
قحطاني د افغانستان شته وضعیت د ډاډ وړ وباله چې په وینا یې، سیمه او نړۍ باید له افغانستان سره رغنده تعامل ته وروړاندې شي او شته فرصتونه ضایع نه کړي.
دواړو لورو د افغانستان په اړه د هر اړخیزو همکاریو تداوم او پراختیا اړینه وبلله.
د يادونې ده، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او مل پلاوي قطر ته د سفر په ترڅ کې تر دې دمه د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم کتلي دي.
Views: 114
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن