ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ځیني اوسېدونکي: حکومت دې د ژوبین لرغونې کلا د تخریبېدو مخه ونیسي

د تخار ځیني اوسېدونکي: حکومت دې د ژوبین لرغونې کلا د تخریبېدو مخه ونیسي

author avatar
3 Aug 2023 - 18:15
د تخار ځیني اوسېدونکي: حکومت دې د ژوبین لرغونې کلا د تخریبېدو مخه ونیسي
author avatar
3 Aug 2023 - 18:15

 تالقان (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۲): د تخار ځیني اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو وایي چې ژوبین لرغونې کلا چې سلګونه کاله مخینه لري، اوس د موسمي سېلابونو او غیرقانوني کیندنو په نتیجه کې د له منځه تلو په حال کې ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي مولوي سید محسن پژواک ته وویل، ژوبین کلا د یاد ولایت یوه لرغونې او تاریخي کلا ده چې شاوخوا زر کاله مخینه لري.

نوموړي زیاته کړه: «پخوا د دې کلا د تصرف کولو په موخه په ځلونو بریدونه شوي او د دغې کلا پر سر د جګړو پایله کې د زرګونو کسانو وینې توی شوي، خو د حکومتونو د بې‌غورۍ له امله پر یوه کنډواله بدله شوې او د له منځه تلو په حال کې ده.»

دغه دیني عالم زیاتوي چې که دغه سیمه په نورو ګاونډيو هېوادونو کې وای، د ګرځندویۍ پر یوه لوی مرکز به بدله شوې وای او له تخریبېدو به یې مخنیوی کېده، خو دلته پر کنډواله بدله شوې ده.

هغه له حکومته د یادې کلا د محافظتي دېوالونو جوړولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دغې کلا دغیرقانوني کیندنې مخنیوی دې هم وشي.

د ځایي مسوولینو او اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، ژوبین کلا د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د یوې تاریخي کلا په توګه ثبت ده چې د تالقان ښار په درې کیلومترۍ کې موقعیت لري، د چینې، سیند، او شنې فضا په درلودو سره د ورځې لسګونه کسان د دې کلا لیدو ته راځي.

د هغوی په خبره، دغه لرغونې سیمه د حکومتونو د بې‌غورۍ، د موسمي سېلابونو، د «شهر روان» سیند اوبو راوتلو او د غیرقانوني کیندنې له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخه ده چې د سیمې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی اغا سید امرالدین وایي: «دا سیمه د له منځه تلو په حال کې ده، هيڅوک ورته پاملرنه نه کوي، د نه پاملرنې له امله د یادې کلا یوه لویه برخه تخریب او له منځه تللې، دغه تاریخي سیمه یوه له شنو سیمو ده چې باید د حکومت له خوا ورته پاملرنه وشي او د هغه له تخریبه مخنیوی وشي.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي تیمورشاه هم دغه کلا یوه تاریخي کلا وبلله او ټينګار یې وکړ، که چیرې د یادې کلا په سویل برخه کې د شهر روان سیند اوبو له امله د دې کلا د تخریبېدو مخه و نه نیول شي او په دې برخه کې استنادي دېوالونه جوړ نه شي، په نږدې راتلوونکي کې به د دې تاریخي کلا د ړنګېدو شاهدان وو.

په ورته وخت کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر نورالدین قلیچ بیک که څه مني چې دا سیمه د له منځه تلو په حال کې ده خو وایي، د دې کلا د تخریبېدو د مخنیوي په موخه د هغه د محافظتي دېوالونو جوړېدو څو وړاندیزونه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لېږل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه راز د دې سیمې د غیرقانوني کيندنې د مخنیوي په موخه هم هڅې روانې دي.

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.