Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته ودانۍ جوړېږي

مزارشریف (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): د افغانستات اوسپنې‌ پټلۍ اداره وایي چې په حیرتان بندر کې یې د دې ادارې لپاره د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې دي.

د یادې ادارې له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د بلخ په حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

سرچينه وايي چې پر ياده ودانۍ ٣٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکي د اړتيا وړ اداري خونې ولري او ترڅنګ به يې سوداګر وکولاى شي په سيمه کې خپلې چارې د دې ادارې له کارکوونکو سره شريکې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.