حیرتان بندر کې د څه باندې ۱۴ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده
د مالیې وزارت وایي، د حیرتان سرحدي ګمرک کې یې په صادراتي توکو کې د څه باندې ۱۴ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د مالیې وزارت وایي، د حیرتان سرحدي ګمرک کې یې په صادراتي توکو کې د څه باندې ۱۴ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق مخه نیولې او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند په سوداګریزو توکو بار یو اورګاډی د حیرتان بندر ته راورسېد.
د بلخ د ګمرک ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې یې ۱۴۸ کیلوګرامه چرس چې ازبکستان ته قاچاق کېدل، کشف او ضبط کړي دي.
د افغانستات اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې په حیرتان بندر کې یې د دې ادارې لپاره د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې دي.
د بلخ رېلپټلۍ ادارې مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د پاکستان ۱۷۵ زره ټنه سوداګریز توکي د حیرتان بندر له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ شوي دي.