کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو له کامګار شرکت سره د حيرتان بندر اړوند د نايباباد سټېشن د پراختيا هوکړهلیک لاسليک کړ.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره روځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې تړاو غونډه کې د افغانستان و ازبکستان د ترانسپورټ وزارتونو ترمنځ د حيرتان بندر د ۲۴ ساعته فعاليتونو په باب هم هوکړه وشوه چې پر اساس به یې د راتلونکې غبرګولي میاشتې له ۱۲مې د ياد بندر فعاليتونه په منظم ډول ۲۴ ساعته پر مخ وړل کېږي.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لوريو د افغان- ټرانس پروژې د عملي کار پيل کېدو په اړه جدي هوکړه وکړه او د پيل لپاره يې د ساحوي اړينو تجهيزاتو او وسايلو چمتو کول لازم وګڼل، څو د دې پروژې عملي کار پيل کېدو ته لاره هواره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د افغانستان- ازبکستان د رېل پټلۍ ادارو د مسوولينو ترمنځ د افغان- ټرانس سیمهییزې رېلي نښلونکې پروژې د تخنیکي مطالعاتو او عملي چارو د پيل په اړه هم خبرې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP