ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د حیرتان بندر له لارې د پاکستان ۱۷۵ زره ټنه سوداګریز توکي منځنۍ اسیا ته ترانزیټ شوي

سږ کال د حیرتان بندر له لارې د پاکستان ۱۷۵ زره ټنه سوداګریز توکي منځنۍ اسیا ته ترانزیټ شوي

author avatar
5 Mar 2023 - 12:08
سږ کال د حیرتان بندر له لارې د پاکستان ۱۷۵ زره ټنه سوداګریز توکي منځنۍ اسیا ته ترانزیټ شوي
author avatar
5 Mar 2023 - 12:08

مزارشریف (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): د بلخ رېل‌پټلۍ ادارې مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د پاکستان ۱۷۵ زره ټنه سوداګریز توکي د حیرتان بندر له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ شوي دي.

د بلخ رېل‌پټلۍ ادارې ريیس مولوي محمدشفیق محمود وایي چې سږ کال د رېل‌‌پټلۍ له لارې د پاکستان ١٧٥ زره ټنه کچالو، مالټې او غوړي منځنۍ اسيا ته ترانزيټ شوي دي.

هغه وايي، د بلخ رېل‌پټلۍ ادارې د یادو لېږدول شوو توکو د حق‌العبور له اړخه يو میلیون او ۷۵۰ زره ډالر عوايد ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې، د بلخ سوداګرۍ خونې مسوولین او د دغه ولایت سوداګر له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې پر تعامل او ښو اړیکو ټینګار کوي.

دوی وایي، که ګاونډي هېوادونه د افغانستان له لارې خپل سوداګریز توکي بهر ته لېږدوي، نو د افغانستان توکو ته دې هم له خپلې خاورې نورو هېوادونو ته د لېږد اجازه ورکړي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه امر احمدشکیب اکبري وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې دې ته لار جوړوي چې هم افغانستان او هم ګاونډي هېوادونه پرمختګ وکړي او خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

هغه زیاتوي، سوداګریزې ګټې باید د سیاست قرباني نه شي، ځکه دواړه بېل موضوعات دي.

د بلخ یو سوداګر حاجي قلندر رحیمي هم وایي، د افغانستان له لارې د ګاونډیو هېوادونو زرګونه موټر سوداګریز توکي لار پیدا کوي چې منځنۍ اسیا او نورو ګڼو هېوادونو ته په اسانه توګه ولېږدول شي.

خو نوموړی زیاتوي، ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانستان سوداګریزو توکو ته اجازه ورکړي چې په اسانه نورو هېوادونو ته لار ومومي.

بلخوا، اقتصادي کارپوهان پر دې باور دي چې که په افغانستان کې رېل‌پټلۍ وغځېږي نو له دې لارې به ډېرې لاسته‌راوړنې ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، افغانستان له جیوپولټیک اړخه اسیایي هېوادونو لپاره د اتصال ترټولو ښه ټکی دی او که په هېواد کې د بندرونو رېل‌پټلۍ یو له بل سره ونښلول شي، نو له یوې خوا به د کارموندنې فرصتونه ډېر او له بلې هر کال به میلیونونه ډالر عواید ترلاسه شي.

پاکستان په داسې حال کې خپل سوداګریز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لېږدوي چې تر دې وړاندې یې په ځلونو د افغانستان توکو ته له خپلې خاورې د لېږد او ټرانزیټ اجازه نه ده ورکړې.

Visits: 535

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.