منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ترانزیټ

۸ راپورونه

راپورونه

افغان او پاکستاني چارواکي د سوداګرۍ او ترانزیټ برخو پر ستونزو او اسانتیاوو غږېدلي

افغان او پاکستاني چارواکو د ترانزیټي اسانتیاوو، د توکو د قاچاق د مخنیوي، پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام‌خان بندر له لارې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د بندرونو د تنظیم په موخه د یوه میکانیزم چمتو کولو په اړه خبرې کړې دي.

متقي له صادق خان سره لیدنه کې: د ترانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې په ترانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.

غړي

په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس لاکر لګولو تړون لاسلیک شو

د ترانسپورټ او مالیې وزارتونو او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ په ترانزیټي باروړونکو موټرو کې د ځېرک قفل (جي‌پي‌اېس لاکر) لګولو تړون لاسلیک او همدارنګه د پُستي کوډ او پُستي ادرسونو د پراختیا ملي پروګرام پیل شو.