ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۱ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۱ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۲): په دوحه کې د کابل او واشنګټن خبرې، د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د سل میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو لاسلیک او افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په اړه د نړۍوال بانک راپور د تېرې اونۍ له مهمو خبرونو دي.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • کابل او واشنګټن په دوحه کې پر اعتمادجوړونه، د بندیزونو لرې کولو، بشري حقونو او نورو مسایلو خبرې وکړې.
  • د قزاق – افغان نندارتون او سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونو ډالرو تړونونه لاسلیک شول.
  • کابلوف: د مسکو فارمټ ناسته کې به افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت په اړه خبرې وشي.
  • یو امریکایي بنسټ وایي، افغانستان کې څارنوالان له ګواښ سره مخ دي، خو مجاهد دا څرګندونې بېځایه بولي.
  • ا.ا د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې یو ځل بیا رد کړې چې ګواکې د پاکستان ناامنیو کې افغانان لاس لري.
  • کابل په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په اړه د نړۍوال بانک د راپور هرکلی وکړ.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په فارياب، اروزګان، غزني او بغلان ولایتونو کې يو، يو کس وژلی او انسان‌تښتوونکو بيا په خوست کې يو دوه کلن ماشوم او په کابل کې یو ۷۹ کلن سپین‌ږیری وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، فارياب کې دوو شپنو له یوې ښځې او خاوند سره شخړه کړې، د یادې ښځې خاوند يې وژلی او ښځه یې ټپي کړې، په همدغه ولايت کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د خپل پلار له لوري د چره‌یي ټوپک پر سهوي ډز وژل شوې او د ننګرهار کې يوه وسله‌وال پر درېيو ملکي کسانو ډزې کړې چې يو سړی یې وژلی او دوه ښځې یې ټپي کړې دي.

تېره اونۍ، پروان کې د ځمکې پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او د يوه امنيتي کس په ګډون درې نور ټپيان وو او نورستان کې بيا د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان وو.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د دوحې ناستې

تېره اونۍ د زمري په اتمه او نهمه په قطر کې د امریکا او افغانستان اسلامي امارت د پلاوو ترمنځ ناستې وشوې.

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، په دې ناستو کې د دواړو لورو ترمنځ د اعتمادجوړونې، په دې لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورو لېستونو او بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، د نشه‌یي توکو خلاف مبارزې او بشري حقونو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې امریکايي پلاوي په افغانستان کې د «بشري حقونو په تړاو محدودیتونو» په اړه اندېښنه ښودلې خو د امنیت، نشه‌یي توکو او اقتصادي برخو کې یې بیا د پرمختګونو یادونه کړې ده.

امريکايي چارواکو ویلي چې د بشري مرستو رسولو په موخه بايد د مرستندویه ټولنو او ملګرو ملتونو د ادارو ملاتړ باید وشي او ياد پلاوي هغه موضوعات هم په ګوته کړي چې ورسره د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته کېدای شي.

دغه راز، د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې لوله‌الخاطر سره یې د زده‌کړو په برخه کې له افغان ښځو او نجونو د رښتیني ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا، برېتانیا، هسپانیا، سوېلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا له سفیرانو او ځانګړو استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د بېلابېلو برخو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او د يادو هېوادونو له استازو یې غوښتي چې دوی دې خپل ماموریت له افغانستانه پر مخ یوسي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.

دغه راز، متقي د قطر له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر ډېرېدو خبرې وکړې او قطري چارواکو ویلي چې هېواد يې له افغانستان سره اړیکو ته د قدر په سترګه ګوري او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته کوي.

د قزاق – افغان نندارتون

تېره اونۍ، د قزاق ـ افغان سوداګرۍ تواصل ناسته او سوداګريز نندارتون د قزاقستان پلازمېنې استانه کې پرانیستل شول؛ په دې ناسته کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، دولتي پلاوي او د افغانستان خصوصي سکټور ګډون کړی و.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وویل چې د افغانستان او قزاقستان خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت څو قراردادونه د دغه هېواد په استانه ښار کې د دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شول.

په قزاق- افغان نندارتون او نورو پروګرامونو کې د هېواد له داخل او بهره ۳۵۰ افغاني شرکتونه ګډون کړی و او د درېیو ورځو لپاره یې خپل صنعتي، کرنیز او معدني توکي نندارې ته وړاندې کړل.

د مسکو فارمټ غونډه

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت ټولګډون نه دی او د مسکو فارمټ ناسته به په افغانستان کې د یاد حکومت پر پراخ‌بنسټه کولو متمرکزه وي.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ بیولو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

دغه ځل د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه د سپټمبر په ۲۹مه (د تلې په اوومه) د تاتارستان په کازان ښار کې جوړیږي.

د اسلام‌اباد ادعا او د کابل غبرګون

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د کوېټې د ژوب پر پوځي مرکز د جولای په ۱۲مه د شوي برید له بریدګرو درې افغانان دي. پاکستاني چارواکو په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفارته غوښتي چې د دغو درېیو کسانو مړي ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، د تېرې جولای میاشتې په ۱۲مه د ژوب پر نظامي کنډک وسله‌وال برید وشو چې له امله یې ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له یادو څرګندونو وروسته وویل چې د پاکستان بېلابېلو چارواکو له خوا د هغه هېواد امنیتي وضعیت په اړه پر افغانستان باندې بې‌ځایه تورونه لګېږي چې دوی یې ردوي.

هغه وایي، اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په خلاف وکارول شي.

مجاهد زیاته کړې: «که په دې اړوند کومه اندېښنه وجود ولري، باید چې مخامخ له اسلامي امارت سره شریکه کړل شي، نه دا چې په رسنیو کې بې‌ګټې ادعاوې کېږي او عامه ذهنیت مغشوشوي؛ ځکه داسې ادعاوې کول د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټه نه دي.»

نړۍوال راپورونه او د کابل غبرګون

د انتقالي عدالت او سولې په نوم یوې امریکايي ټولنې ادعا کړې چې په افغانستان کې څارنوالان له خطر سره مخ دي، خو ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دا اندېښنه بې‌ځایه ده او دغه ټولنه له افغانستانه د کادرونو ایستلو او انساني قاچاق ته د لارې هوارولو لپاره هڅې کوي.

نړۍوال بانک په یو تازه راپور کې – چې تېره اونۍ یې خپور کړی – ویلي، د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی او د افغانستان د صادراتو کچه د جنورۍ له لومړیو بیا د مې تر پایه هم لوړه شوې ده.

د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍوال بانک د یاد راپور هرکلی کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت پر دې باور دی چې که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي؛ محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، په دې صورت کې به افغانستان د نورو برخو په ګډون په اقتصادي ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.