Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د یوه بس چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي

کلات (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د زابل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافروړونکي موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د زابل امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د شهرصفا ولسوالۍ د خورزاني بند سیمې اړوند د کابل – کندهار پر لويه لار یو ۴۰۴ مسافروړونکی موټر چپه شوی دی.

جوهر وايي چې په دې پېښه کې موټرچلوونکی مړ شوی او ۱۹ مسافر چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې ټپیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، تېره ورځ هم د دغه ولایت د مرکز اړوند صحرانې سیمه کې د یوه کوچني موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.