مهترلام (پژواک، ١٥ زمرى ١٤٠٢): د لغمان امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ١٤ کلنه نجلۍ له تښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي دي.
د لغمان امنيې قوماندانۍ وياند يونس يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پنځه ورځې مخکې په دولتشاه ولسوالۍ کې دوو وروڼو يوه ١٤ کلنه نجلۍ تښتولې وه.
هغه زیاتوي چې یاده نجلۍ تېره ورځ د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې د دولتشاه ولسوالۍ په فرشغان سيمه کې د اختطافکوونکو له منګولو وژغورل شوه او په تړاو يې دوه وروڼه احمدضيا او عبدالهادي ونيول شول.
نوموړي وويل چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې، پرون مازديګر د لغمان په دولتشاه ولسوالۍ کې يو کس د قتل په تور هم نيول شوى دى.
د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي چې دغه کس عبدالمجيد نوميږي او د دولتشاه ولسوالۍ د منانګل سيمې اوسېدونکى دى.
هغه وويل چې عبدالمجيد دوه کاله مخکې د ناصر په نوم يو بل کس وژلى و چې تېره ورځ ونيول شو.
هغه زياته کړه چې له نيول شوي کس دا مهال پوښتنې روانې دي او دوسيه به يې له بشپړېدو وروسته قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 350
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن