Language

جلال‌اباد ښار کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت يو فرعي سړک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

د ښاروالۍ مسوولين وايي، د جلال‌اباد څلورمې ناحيې مربوطاتو کې دغه فرعي سړک له ډېرې مودې راهيسې د خلکو پر مخ تړلی و چې اوس یې په معیاري ډول رغولی او د تګ راتګ پر مخ یې خلاص کړی دی.

د جلال‌اباد ښاروالۍ مرستيال مولوي مومن حميد د ياد سړک د پرانيستې پر مهال وويل چې یاد سړک له څو لسیزو راهیسې د یو شمېر کسانو له لوري غصب شوی و او چا تګ راتګ نه شو پرې کولای.

خو هغه زیاتوي چې سړک یې له غصبه خلاص او په عصر بڼه يې جوړ کړی دی.

بلخوا د جلال‌اباد ښاروالۍ د تخنيکي او سکټوري چارو رييس انجينر عبيدالله شېرزاد وويل، یاد سړک ۳۵۰ متره اوږدوالی، ۱۱ متره پلنوالی،  دوه پلچکونه، دواړو خواوو ته ویالې، ۲،۵ متره پلې لار او د روښنانه کولو سیسټم لري.

هغه زياته کړه، د دې پروژې ټول لګښت ۱۶ میليونه افغانۍ شوى چې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکړل شوى دى.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي نقيب‌الله د دغه سړک جوړېدل يو ګټور کار ياد کړ او ويې ويل چې د دغه سړک په جوړېدو به د جلال‌اباد ښار ګڼه‌ګوڼه یو څه کمه شي.

د يادولو ده، جلال‌اباد ښاروالۍ په دې وروستيو کې د خپلو داخلي عوايدو له اړخه په ښار کې د ماسټر پلان عملي کولو لپاره ګڼې نورې پروژې هم پيل کړې دي.