ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه په ګلستان کې د درېیو سیمو لس زره کورنۍ له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي

د فراه په ګلستان کې د درېیو سیمو لس زره کورنۍ له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي

author avatar
7 Aug 2023 - 14:46
د فراه په ګلستان کې د درېیو سیمو لس زره کورنۍ له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي
author avatar
7 Aug 2023 - 14:46

فراه (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د فراه عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د درېیو سیمو شاوخوا لس زره کورنۍ روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري خو زیاتوي، هڅې روانې دي چې له روغتيايي خدماتو محرومو ټولو سیمو کې نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ملا عبدالحق دین‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګلستان ولسوالۍ په سیداهو، جوکه او لامان سیمو کې شاوخوا ۱۰زره کورنۍ ژوند کوي خو هیڅ روغتيايي مرکز نه لري.

هغه وايي، اوسمهال د ولسوالۍ په کچه څلور ثابت او دوه ګرځنده روغتيايي مرکزونه فعال دي او په نږدې راتلونکې کې به دوه نور هم فعال شي.

بلخوا د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر خلک هم وايي چې روغتيايي خدماتو ته پوره لاسرسی نه لري.

د ګلستان ولسوالۍ د مرکز اړوند زړې‌کلا اوسېدونکي عصمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې خلک روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي، ګلستان یوه غرنۍ ولسوالۍ ده او حکومت باید د خلکو اړتیاوو ته په پام سره روغتيايي مرکزونه فعال کړي.

عصمت‌الله زیاتوي، دوی په یوه غرنۍ سیمه کې اوسېږي د ولسوالۍ تر مرکزي روغتونه پر موټرسایکل درې څلور ساعته لار ده او په وینا يې ډېری وخت ناروغان روغتون ته د رسېدو پر لار ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ولسوالۍ د سیدآهو سیمې اوسېدونکی نقیب‌الله هم وايي، دوی د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومټره لرې اوسېږي او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه له حکومته وغوښتل چې د دوی په سیمه کې روغتيايي خدمات برابر کړي.

د یادې ولسوالۍ د جوکه سیمې اوسېدونکی عبدالخالق وايي، د دوی په سیمه کې له ۳۰۰۰ ډیرې کورنۍ ژوند کوي خو هیڅ روغتيايي مرکز نشته دي.

هغه وايي، دوی د ګلستان له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومټره واټن لري او په وینا يې، تر مرکزه د ناروغانو انتقال ستونزمن کار دی.

د یادونې ده، په هېواد کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله د نورو برخو ترڅنګ روغتیا سکټور هم اغېزمن شوی او د ډېری ولایتونو د لرې پرتو سیمو خلک شکایت کوي چې روغتيايي خدماتو ته پوره لاسرسی نه لري.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.