ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پوځ مشر ټي‌ټي‌پي ته: له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لرئ

د پاکستان د پوځ مشر ټي‌ټي‌پي ته: له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لرئ

author avatar
7 Aug 2023 - 23:40
د پاکستان د پوځ مشر ټي‌ټي‌پي ته: له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لرئ
author avatar
7 Aug 2023 - 23:40

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته خوارج ویلي او ګواښ یې کړې چې له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لري.

د پاکستان د جیو ټلویزیون د خبر له مخې، نوموړي دا څرګندونې د پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې یو سترې قبایلي جرګې ته کړې دي.

جنرال عاصم منیر له ترهګرۍ سره مبارزه کې د قبایلو د قربانیو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی له پوځ سره اوږه په اوږه مبارزه کړې ده.

د جنرال منیر په وینا، پاکستان کې ترهګرو ته هيڅ ځای نشته  او خپلو طالبانو ته یې ویلي چې له تسلیمۍ پرته بله لاره نه لري.

د پاکستان د پوځ مشر ادعا کړې چې په ترهګریزو پېښو کې افغان وګړي لاس لري او دا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه چې دوی د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو او هغو ډلو د شتون په اړه چې دوی بندیز پرې لګولي، اندېښمن دي.

خو د افغانستان حکومت تل د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې خاوره یې د هيچا پر ضد نه کارول کېږي.

جنرال منیر ویلي چې افغان کډوال باید په پاکستان کې د دغه هېواد له قوانینو سره سم ژوند وکړي.

هغه پاکستاني طالبانو ته ویلي: «تاسو خوارج څوک یاست چې شریعت راولئ، زموږ پوځ د الله په لاره کې جهاد کوي چې به شهید کېږی  یا غازي، د وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې به د ترهګرو مقابله کوي.»

[/restrict]

Views: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.