Language

هلمند کې د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت ۳۰ نوي روغتيايي مرکزونه فعال شول

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۳۰ نوي روغتيايي مرکزونه فعال شول.

د هلمند د عامې روغتيا ریاست وايي، یاده پروژه د لوږې پر وړاندې مبارزې (اې‌اې‌اېچ) موسسې له خوا تطبیق شوې ده.

د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو مرکزونو له ډلې څلور په باغران، څلور په نوزاد، دوه په کجکي، یو په سنګین، دوه په خانشین، درې په نادعليو، یو په واشېر، درې په ناوې ولسوالۍ کې فعال شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، یادې موسسې ۱۰روغتیایي مرکزونه مخکې په دغه ولایت کې جوړ کړي وو چې د هغو په شمول ۵ میلیونه امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی .

login or register a new account.