منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت ۳۰ نوي روغتيايي مرکزونه فعال شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۷ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۳۰ نوي روغتيايي مرکزونه فعال شول.

د هلمند د عامې روغتيا ریاست وايي، یاده پروژه د لوږې پر وړاندې مبارزې (اې‌اې‌اېچ) موسسې له خوا تطبیق شوې ده.

د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو مرکزونو له ډلې څلور په باغران، څلور په نوزاد، دوه په کجکي، یو په سنګین، دوه په خانشین، درې په نادعليو، یو په واشېر، درې په ناوې ولسوالۍ کې فعال شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، یادې موسسې ۱۰روغتیایي مرکزونه مخکې په دغه ولایت کې جوړ کړي وو چې د هغو په شمول ۵ میلیونه امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی دی .

ډاکتر سیداحمد سعید زیاتوي یاد روغتیایي مرکزونه به د واکسین، په ګډون په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا