ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ځیني اوسېدونکي: حکومت دې د وړو متشبثینو ملاتړ وکړي

د تخار ځیني اوسېدونکي: حکومت دې د وړو متشبثینو ملاتړ وکړي

author avatar
7 Aug 2023 - 18:34
د تخار ځیني اوسېدونکي: حکومت دې د وړو متشبثینو ملاتړ وکړي
author avatar
7 Aug 2023 - 18:34

تالقان (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): تخار ولایت کې یو ځوان د ۵۰۰ زرو افغانیو پانګونې له لارې یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، په داسې شرایطو کې چې کاري زمینې کمې دي حکومت باید د وړو متشبثینو ملاتړ وکړي.

د تخار ولایت یو ځوان سیدال پیر‌زاد د کاري زمینې برابرولو په موخه په تالقان ښار کې د لومړي ځل لپاره له وطني وچو میوو د جوس جوړولو کافه جوړه کړې چې اوسمهال پکې ۱۵ تنو ته د کار زمینه برابره شوې‌ ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، په داسې شرایطو کې چې کورنۍ د کار نشتوالي او اقتصادي فقر له امله په بد وضعیت کې دي، په خپل شخصي لګښت یې له وطني وچو میوو څخه د جوس جوړولو یوه کافه جوړه کړې ده.

پیر‌زاد وویل: «موخه مې دا ده چې خپله هم پر کار بوخت شم او یو شمېر نورو ته هم د کار زمینه برابره کړم، د دې کافې په جوړولو شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او ۱۵ وزګاره ځوانانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې چې له همدې لارې خپل کورني لګښتونه برابرولی شي.»

نوموړی زیاتوي، پرځای د دې چې ځوانان له هېواده بهر لاړ شي، خپل هېواد کې دې د کاري زمینې برابرولو په برخه کې هڅې وکړي څو اقتصادي ودې او پراختیا کې برخه ولري.

دغه ځوان متشبث وویل: «د دې کافې جوړولو یوه موخه له وطني وچو میوو څه کار اخیستل دي څو د خارجي تولیداتو پر ځای له داخلي تولیداتو ګټه واخلو.»

همدارنګه د تخار ځیني اوسېدونکي د دا ډول کافو جوړولو هرکلی کوي او وایي چې حکومت باید د داسې متشبثینو ملاتړ وکړي.

د تخار اوسېدونکي کامبیز پویا پژواک ته وویل، په داسې شرایطو کې چې خلکو لپاره کاري زمینې محدودې دي حکومت، شتمن خلک او مرستندویه ارګانونه باید د داسې ځوانانو ملاتړ وکړي چې نورو خلکو ته سالمه بوختیا او د کار زمینه برابروي.

د تخار بل اوسېدونکی داوود محمدي وایی، د دا ډول کاري زمینو برابرول د دې لامل کېږي چې نور هم وهڅېږي او ورته کاري زمینې برابرې کړی چې دا چاره د وزګارۍ لوړ ګراف راټیټوي او له هېواد څخه د لوستو کسانو د وتلو مخنیوی کوي.

هغه هم له حکومته غواړي چې د دغه کسانو ملاتړ وکړي.

یو شمېر هغه ځوانان چې په دې کافه کې ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښي څرګندوي.

د هرات ولایت اوسېدونکی ضیاالحق وایي: «میاشتې کېدې چې کار پسې ګرځېدم، له وزګارۍ ستړی وم، پرېکړه مې کړې وه چې ایران ته لاړ شم خو اوس راته په دې کافې کې کار پیدا شوی، له همدې لارې خپل کورني لګښتونه پوره کولی شم، خوشحاله یم.»

هغه له نورو شتمنو کسانو غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار د سوداګرۍ او صنعت امریت مسوولینو هم مخکې له دې ډاډ ورکړی و چې د پانګه‌والو ملاتړ به کوي.

دغه راز سرپرست حکومت څو ځله د پانګه‌والو پر ملاتړ او له داخلي تولیداتو پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی او تازه د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین هم له سوداګرو غوښتي چې په هېواد کې پانګونه وکړي او پر ځان بسیاینې کې خپله ونډه ادا کړي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.